د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس پر اوکراين د میزایلو حملې زیاتې کړې


د کیېف سره نیږدې پر يو ښارګوټي د روس په بمبارۍ کې ورانې شوې ودانۍ
د کیېف سره نیږدې پر يو ښارګوټي د روس په بمبارۍ کې ورانې شوې ودانۍ

د روس لخوا پر اوکراین د میزایلو د یوې بلې خونړي لړۍ تر پیلولو وروسته په کیېف او نورو ښارونو کې خلکو د دیسمبر پر پنځمه د ځان د خوندي کولو لپاره هڅې کړې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د روسیې په مرکزي سیمو کې په دوو هوايي مرکزونو کې چاودنې وشوې چې تر اوسه پکې د مرګ ژوبل کره شمېره معلومه نه ده.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د روسيوو میزایلو د حملو په اړه ویلي چې په بریدونو کې څلور تنه وژل شوي او په زیاترو سیمو کې بجلي هم بنده شوي ده. خو نوموړي دا هم وویل چې د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو زیاتره توغندي په هوا کې ویشتلي دي.

د اوکراین د هوايي ځواک ویاند یوري ایګنات ازادې اروپا رېډیو ته ویلي چې د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو له ۷۰ زیات په داغلو شوو میزایلو کې له ۶۰ زیات مخکې تر دې چې پر هدفونو ولګي، ویشتلي او له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG