د لاسرسي ځای

تازه خبر

فوټبال نړیوال جام: نن کروېشیا له جاپان او برازیل له جنوبي کوریا سره مخامخېږي


د انګلینډ او سېنېګال لوبډلې د ډېسېمبر پر څلورمه د سیالۍ لپاره لوبغالي ته ځي.
د انګلینډ او سېنېګال لوبډلې د ډېسېمبر پر څلورمه د سیالۍ لپاره لوبغالي ته ځي.

د فوټبال په نړیوال جام کې کروېشیا د جاپان او برازیل د جنوبي کوریا پر وړاندې لوبېږي.

د ډېسېمبر پر پینځمه لومړۍ لوبه د کروېشیا او جاپان لوبډلو ترمینځ ده چې د پېښور له وخت سره سم، د شپې پر اته بجې پیلېږي. د برازیل او جنوبي کوریا ترمینځ لوبه بیا د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۲ او د کابل پر ۱۱ نیمو بجو پیلېږي.

د ډېسېمبر پر څلورمه د نړیوال جام د سیالیو په دویم پړاو کې د فرانسې او انګلینډ لوبډلې کوارټرفاینل ته ووتې. په لومړۍ سیالۍ کې فرانسې پولینډ ته د یو پرتله په درې ګولونو ماتې ورکړه.

په دویمه سیالۍ کې انګلینډ د سېنېګال پر وړاندې سیالي د صفر په مقابله کې په درې ګولونو وګټله.

د دویم پړاو په هره لوبه کې بریالۍ لوبډله مخته ځي او بایلونکې لوبډله له نړیوال جامه وځي. دا تر هغې وروسته ده چې په لومړي پړاو کې ۱۶ لوبډلې له نړیوال جام څخه بهر شوې.

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نومبر پر ۱۶مه د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ په قطر کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د اتلولۍ (ټورنامنټ) پایلوبه د ډېسېمبر پر ۱۸مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG