د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې نن فرانسه له پولینډ او انګلستان له سینیګال سره لوبېږي


په ارجنټینا کې ګڼ خلک له اسټرالیا سره د فوټبال سیالۍ نندارې ته ورغلي دي - د ډېسېمبر درېیمې انځور.
په ارجنټینا کې ګڼ خلک له اسټرالیا سره د فوټبال سیالۍ نندارې ته ورغلي دي - د ډېسېمبر درېیمې انځور.

د فوټبال په نړیوال جام کې فرانسه له پولینډ او انګلستان (انګلینډ) له سینیګال سره سیالي کوي.

د ډېسېمبر پر څلورمه لومړۍ لوبه د فرانسې او پولینډ لوبډلو ترمینځ ده چې د پېښور له وخت سره سم، د شپې پر اته بجې پیلېږي. د سینیګال او انګلستان ترمینځ لوبه بیا د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۲ او د کابل پر ۱۱ نیمو بجو پیلېږي.

د ډېسېمبر پر درېیمه د فوټبال نړیوال جام د دویم پړاو پر لومړۍ ورځ نیدرلېنډز امريکا ته او ارجنټينا اسټرالیا ته ماتې ورکړه او کوارټر فاينل ته ووتل.

د دویم پړاو په هره لوبه کې بریالۍ لوبډله مخته ځي او بایلونکې لوبډله له نړیوال جامه وځي. دا تر هغې وروسته ده چې په لومړي پړاو کې ۱۶ لوبډلې له نړیوال جام څخه بهر شوې.

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نومبر پر ۱۶مه د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ په قطر کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د اتلولۍ (ټورنامنټ) پایلوبه د ډېسېمبر پر ۱۸مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG