د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د فټ بال نړیوال جام دویم پړاو پیلېږي


د فټ بال نړیوال جام سيالۍ د نومبر پر ۱۶مه د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ په قطر کې پیل شوې وې.
د فټ بال نړیوال جام سيالۍ د نومبر پر ۱۶مه د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ په قطر کې پیل شوې وې.

په قطر کې د فټ بال نړیوال جام د دویم پړاو په لومړۍ ورځ دوې لوبې ترسره کېږي.

د پېښور له وخت سره سم د شپې پر اته بجې به امریکا له نېدرلېنډز سره سیالي کوي او د شپې پر ۱۲ بجې به بیا ارجنټینا له اسټرالیا سره بازۍ کوي.

د دویم پړاو په هره لوبه کې بریالۍ لوبډله مخته ځي او بایلونکې لوبډله له نړیوال کپ څخه ووځي. دا له هغه وروسته ده چې په لومړي پړاو کې ۱۶ لوبډلې له دې نړیوال جام څخه بهر شوې.

د فټ بال نړیوال جام سيالۍ د نومبر پر ۱۶مه د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ په قطر کې پیل شوې وې.

د ټورنامنټ د پای لوبه به د ډېسېمبر پر ۱۸مه ترسره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG