د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران څلورو کسانو ته له اسراييلو سره د همکارۍ په تور د مرګ سزا اورلې ده


په ايران کې زياتره وخت رژيم مخالفه يا د مذهبي مشرانو خلاف غږ پورته کوونکو کسانو ته درنې سزاګانې ورکول کېږي ــ انځور له ارشيفه
په ايران کې زياتره وخت رژيم مخالفه يا د مذهبي مشرانو خلاف غږ پورته کوونکو کسانو ته درنې سزاګانې ورکول کېږي ــ انځور له ارشيفه

د ایران نیمه حکومتي خبري اژانس "مهر" راپور ورکړی چې ایران څلورو کسانو ته له اسراییلو سره د همکارۍ په تور د مرګ سزا اورولې ده.

د نومبر پر ۳۰مه مهر اژانس خبر خپور کړی چې دغه څلور کسان د روان کال (۲۰۲۲ز) په جون مياشت کې په دې تور نيول شوي ول چې په ايران کې يې د اسراييلو له استخباراتي ادارې موساد سره د همکارۍ په ترڅ کې له خلکو څخه پوښتنې ګروېږنې کولې.

په همدې مقدمه کې دریو نورو کسانو ته ستر عدالت د هېواد د امنيت پر ضد د کړنو، تښتونو او د وسلې ساتلو په تورونو له پينځو تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا ورکړې ده.

اژانس د تورنو کسانو يا د هغوی د وکيلانو د سپيناوي په اړه څه نه دي خپاره کړي. په ايران کې زياتره وخت رژيم مخالفه يا د مذهبي مشرانو خلاف غږ پورته کوونکو کسانو ته درنې سزاګانې ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG