د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پوهنتون زده کوونکو احتجاج تر ۱۵ ورځو ځنډولی


د بلوچستان پوهنتون زده کوونکو دا احتجاج له هغه وروسته پیل کړی وو چې د نومبر پر لومړۍ نېټه د یاد پوهنتون دوه زده کوونکي لا درکه شوي وو.
د بلوچستان پوهنتون زده کوونکو دا احتجاج له هغه وروسته پیل کړی وو چې د نومبر پر لومړۍ نېټه د یاد پوهنتون دوه زده کوونکي لا درکه شوي وو.

د بلوچستان پوهنتون زده کوونکو د ورکو زده کوونکو راپیدا کولو لپاره پیل کړی احتجاج تر ۱۵ ورځو ځنډولی دی خو پوهنتون به بند وي.

دا خبره د احتجاج کوونکو زده کوونکو مشرتابه د نومبر پر ۲۶مه له صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ سره په کوټه کې خبرې غونډې ته کړې ده.

د احتجاج کوونکو یو مشر جهانګیر بلوڅ خبري غونډې ته وویل چې له حکومت سره یې خبرې اترې په ښه انداز شوې دي.

ده وویل چې د حکومت له خوا تر ډاډ وروسته یې د صوبې په نورو تعلیمي ادارو کې احتجاج ختم کړی دی خو د صوبې مرکزي بلوچستان پوهنتون به لا هم بند وي.

صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ هم خبري غونډې ته وویل چې له بلوچستان پوهنتونه پرته به نورې ټولې تعلیمي ادارې د نومبر له ۲۷مې بیرته پرانستل شي.

ده وویل، حکومت په دې هڅه کې دی چې لادرکه شوي زده کوونکي په ۱۵ ورځو کې راخلاص کړي.

د بلوچستان پوهنتون زده کوونکو دا احتجاج له هغه وروسته پیل کړی وو چې د نومبر پر لومړۍ نېټه د یاد پوهنتون دوه زده کوونکي لا درکه شوي وو.

احتجاج کوونکي وايي چې د سهېل بلوڅ او فصیح بلوڅ په نامه د مطالعه پاکستان څانګې دوه زده کوونکي د نومبر پر لومړۍ نېټه لادرکه شوي وو.

د دوی په وینا، دا پېښه د ماښام پر شاوخوا اووه بجې پر داسې مهال شوې وه چې بجلي هم تللې وه او د څار کېمرو هم کار نه کاوه.

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ د نومبر پر ۲۲مه په یوه خوله په کوټه کې له بلوچستان پوهنتونه د دوو زده کوونکیو د جبري ورکولو غندنه کړې وه او پر حکومت یې په ټینګار سره غږ کړی وو چې ژر تر ژره دې هغوی وموندي.

د بلوچستان پوهنتون دا دوه زده کوونکي په داسې وخت کې لادرکه دي چې د بښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشنل پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د خلکو جبري ورکول دې بند کړي.

یاد سازمان د نومبر پر ۲۲مه په یو بیان کې وویل چې له کرکې ډک دا عمل نه یوازې د لادرکه شویو خلکو د حقونو سرغړونه ده بلکې دا کار د هغوی پر کورنیو هم ډېر بد اغېز کوي.

بیان زیاته کړې چې په پاکستان کې د ۱۹۸۰ز له نیمایي راهیسې د خلکو په زوره ورکولو داسې اسناد شته چې پکې ریاستي ادارې د یو تن د نیولو د هغه د برخلیک او ځای په اړه د معلوماتو له ورکولو انکار کوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو مبارزین تور پورې کوي چې د پاکستان خپلې امنیتي او جاسوسي ادارې خلک لاردکه کوي او بیا د هغوي خراب کړل شوي مړي غورځوي خو د پاکستان حکومت او پوځ دواړه داسې تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG