د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا راډیو مشر د طالبانو لخوا د خپرونو ټرانسمېټرونو تړلو اقدام خواشينونکی بللی


د مشال راډیو ټولې خپرونې په لنډو څپو ۱۲۱۱۰، ۱۳۵۸۰، ۱۵۷۶۵ او ۱۷۸۸۰ کېلوهرټڅ اورېدای شئ. پخوانی انځور
د مشال راډیو ټولې خپرونې په لنډو څپو ۱۲۱۱۰، ۱۳۵۸۰، ۱۵۷۶۵ او ۱۷۸۸۰ کېلوهرټڅ اورېدای شئ. پخوانی انځور

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د مشال، ازادي او امریکا غږ راډیوګانو د خپرونو ټرانسمېټرونو د تړلو په غبرګون کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو عمومي مشر جېمي فلای هوډ ښودلی چې د طالبانو د غوښتنې د پر ځای کولو لپاره به خپله ادارتي (ايډيټوريل) تګلاره بدله نه کړي.

نوموړي د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په يوه بیان کې ويلي چې د طالبانو دا اقدام خواشينونکی دی او زیاته کړې يې ده چې "د ازادې اروپا/ازادي راډیو به خپله ادارتي تګلاره د دې لپاره بدله نه کړي چې ګواکې خپرونې يې دوام وکړي او يا هم په دې خاطر به د طالبانو غوښتنه ومني."

هغه زیاته کړه، خبر دی چې اورېدونکي به يې پوره هڅه وکړي چې (خپرونې) وموندي او د ده په خبره "رښتیا په بشپړه توګه نه شي ځپل کېدلی."

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشریاتو رییس عبدالحق حماد نن (د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه) پر ټوېټر په بیان کې دعوه کړې چې د "خبریالۍ اصولو نه مراعتولو" پر سر یې د افغانستان په ۱۳ ښارونو کې پر اېف اېم د ازادۍ راډیو د خپرونو ټرانسمېټر تړلی دی.

د طالبانو حکومت له دې پرته نور هېڅ تفصیل نه دی ورکړی او دا یې هم نه دي ویلي چې په کوم خبر یا رپورټ کې ازادۍ راډیو د خبریالۍ اصول له پامه غورځولي دي.

د طالبانو حکومت د ازادۍ راډیو ترڅنګ د منځنیو څپو هغه ټرانسمېټر هم بند کړی دی چې د مشال راډیو پروګرامونه ورڅخه نشرېږي. د مشال راډیو تر څنګ د امریکا غږ ډیوه راډیو خپرونې هم په منځنۍ څپه ۶۲۱ کېلوهرټڅ خپرېږي.

تاسې کولای شئ چې د مشال راډیو ټولې خپرونې په لنډو څپو ۱۲۱۱۰، ۱۳۵۸۰، ۱۵۷۶۵ او ۱۷۸۸۰ کېلوهرټڅ او د دې ترڅنګ پر مشال راډیو ټکی کام او د مشال راډیو د اپلیکېشن له لارې اورېدای شئ چې تاسې یې له ګوګل پلې او ایپ سټوره ښکته کولای یا انسټالولای شئ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG