ټاکل شوې چې د فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن څلور سیالۍ وشي.
د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه به لومړۍ سیالي د کروشيا او بېلجيم لوبډلو ترمینځ کېږي چې د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اته او د کابل پر اووه نيمو بجو پیلېږي.
په همدې وخت کې به بله لوبه د کاناډا او مراکش لوبډلو ترمينځ کېږي. درېيمه لوبه به د پېښور پر وخت ماخوستن ۱۲ بجې او د کابل پر ۱۱ نيمې بجې د جاپان او سپېن او څلورمه لوبه به پر همدې وخت د کوسټاريکا او جرمني ترمينځ کېږي.
تر دې مخکې د نومبر پر ۳۰مه تيونس فرانسې ته د صفر په مقابل کې په يوه، اسټراليا ډنمارک ته د صفر په مقابل کې په يوه، ارجنټينا پولينډ ته د صفر په مقابل کې په دوو او مېکسيکو سعودي ته د يو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه.
د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ د قطر په کوربه توب د نومبر له ۲۰مې پیل شوي چې پايلوبه به يې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.