د لاسرسي ځای

تازه خبر

سري لنکا د کرکټ په وروستۍ سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه


د سري لنکا لوبغاړی اسلانکا د نومبر پر ۳۰مه د سیالۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.
د سري لنکا لوبغاړی اسلانکا د نومبر پر ۳۰مه د سیالۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.

د سري لنکا د کرکټ لوبډلې په وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ته په څلورو وېکټو په ماتې ورکولو د درې لوبو لړۍ مساوي کړه.

د کینډي په پالېکلې لوبغالي کې افغانستان د نومبر ۳۰مې سیالۍ پچه وګټله او په ۵۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۳ منډې جوړې کړې. د افغانستان ابراهیم ځدراڼ ۱۶۲ او نجیب الله ځدراڼ ۷۷ منډې جوړې کړې. د سري لنکا کسون رجیتا درې افغان لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د سري لنکا لوبډلې په وروستي اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ. د سري لنکا چرېت اسلانکا ۸۳ منډې وکړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو. د افغانستان راشد خان د سري لنکا څلور لوبغاړي وسوځول.

د درې سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه خو د نومبر پر ۲۷مه دویمه سیالي د باران له وجې لغوه شوه او منتظمینو دواړو لوبډلو ته پینځه، پینځه پواینټونه ورکړل چې ورسره سم، افغان لوبډله د ۲۰۲۳ز کال د ۵۰ اووریزه یا یو ورځنۍ سیالیو نړیوال جام ته ووته.

ټاکل شوې چې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې په هند کې پیل شي. له افغانستان پرته د پاکستان، هند، بنګلادېش، انګلینډ، اسټرالیا او نیو زیلینډ لوبډلې هم د نړیوال جام سیالیو ته وتلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG