د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او سري لنکا ترمینځ د کرکټ یو ورځنۍ سیالي روانه ده


سري لنکايۍ لوبډله د افغان لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - پخوانی انځور.
سري لنکايۍ لوبډله د افغان لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - پخوانی انځور.

د افغانستان او سري لنکا ترمینځ د درې ورځنیو سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه د کینډي ښار په پالېکلې لوبغالي کې روانه ده.

د نومبر پر ۳۰مه افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

په دې برخه کې لومړۍ سیالي افغانستان ګټلې وه خو د نومبر ۲۷مې سیالي د باران له کبله لغوه شوه او منتظمینو دواړو لوبډلو ته پینځه، پینځه پواینټونه ورکړل چې ورسره سم، افغان لوبډله د ۲۰۲۳ز کال د ۵۰ اووریزه یا یو ورځنۍ سیالیو نړیوال جام ته ووته.

ټاکل شوې چې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې په هند کې پیل شي. له افغانستان پرته د پاکستان، هند، بنګلادېش، انګلینډ، اسټرالیا او نیو زیلینډ لوبډلې هم د نړیوال جام سیالیو ته وتلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG