د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ: امريکا ايران ته ماتې ورکړه


د ۲۰۲۲ز د نومبر پر ۲۹مه د فوټبال په نړيوال جام سياليو کې امريکا ايران ته د صفر په مقابل کې په يوه ګول ماتې ورکړه.
د ۲۰۲۲ز د نومبر پر ۲۹مه د فوټبال په نړيوال جام سياليو کې امريکا ايران ته د صفر په مقابل کې په يوه ګول ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن څلور سیالۍ وشي.

د نومبر پر ۳۰مه لومړۍ سیالي د تيونس او فرانسې لوبډلو ترمینځ کېږي چې د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اته او د کابل پر اووه نيمو بجو پیلېږي. په همدې وخت کې به بله لوبه د اسټراليا او ډنمارک لوبډلو ترمينځ وي.

درېيمه لوبه به د پېښور پر وخت د شپې ۱۲ بجې او د کابل پر ۱۱ نيمو بجو د پولينډ او ارجنټينا او څلورمه لوبه پر همدې وخت د سعودي عرب او مېکسيکو ترمينځ کېږي.

تر دې مخکې د نومبر پر ۲۹مه سېنېګال اېکواډور ته د يو په مقابل کې په دوو، هالينډ قطر ته د صفر په مقابل کې په دوو، امريکا ايران ته د صفر په مقابل کې په یوه او انګلستان (انګلینډ) وېلز ته د صفر په مقابل کې په درو ګولونو ماتې ورکړه.

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ د قطر په کوربه توب د نومبر له ۲۰مې پیل شوي چې پايلوبه به يې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG