د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو وايي له اوکراین سره مرستو ته دوام ورکوي


ستولتنبرګ د نومبر پر ۲۹مه په بوخارېست کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې مشري وکړه.
ستولتنبرګ د نومبر پر ۲۹مه په بوخارېست کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې مشري وکړه.

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ژمنه کړې ده چې هغه اتحاد به تر هغې مودې چې ضرورت یې وي، د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي یو ځل بیا وویل چې د نړۍ د تر ټولو لوی امنیتي سازمان یعنې ناټو غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د کییف په ګډون د ټولو لپاره دروازې پرانیستې وي.

ستولتنبرګ د نومبر پر ۲۹مه د رومانیا په پلازمېنه بوخارېست کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر هغې غونډې مخکې له خبریالانو سره خبرې وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن هم پکې ګډون کړی دی.

ستولتنبرګ پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې له اوکراین سره دې مرستې زیاتې کړي ځکه د ده په خبره، د ژمي په درشل کې د روسیې د پرله پسې بریدونو له وجې د هغه هېواد د انرژۍ بېخبنا ته لوی زیان اوښتی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG