د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن درې سیالۍ کېږي


د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ د قطر په کوربه توب د نومبر له ۲۰مې پیل شوي چې پايلوبه به يې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.
د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ د قطر په کوربه توب د نومبر له ۲۰مې پیل شوي چې پايلوبه به يې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.

ټاکل شوې چې د فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن درې سیالۍ وشي.

د نومبر پر ۲۹مه لومړۍ سیالي د نيدرلېنډ (هالېنډ) او قطر لوبډلو ترمینځ کېږي چې د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اته او د کابل پر اووه نيمو بجو پیلېږي.

په همدې وخت کې به بله لوبه د اېکواډور او سېنېګال لوبډلو ترمينځ کېږي.

درېيمه لوبه به د پېښور پر وخت ماخوستن ۱۲ بجې او د کابل پر ۱۱ نيمې بجې د وېلز او انګلېنډ (انګلستان) لوبډلو ترمينځ کېږي.

تر دې مخکې د نومبر پر ۲۸مه د کېمرون او سربيا لوبه په درې درې ګولونو سره مساوي شوه.

په نورو لوبو کې ګانا جنوبي کوريا ته د دوو په مقابل کې په دريو، برازيل سويټزرلېنډ ته د صفر په مقابل کې په يوه او پرتګال يوراګويې ته د صفر په مقابل کې په دوو ګولونو سره ماتې ورکړه.

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ د قطر په کوربه توب د نومبر له ۲۰مې پیل شوي چې پايلوبه به يې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG