د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي افغانستان له هوايي قلمرو څخه هره میاشت لسګونه میلیونونه افغانۍ عواید لري 


د کابل هوايي ډګر ـ پخوانی انځور
د کابل هوايي ډګر ـ پخوانی انځور

د طالبانو حکومت وایي، افغانستان له خپل هوايي قلمرو څخه د الوتنو د تېرېدو له لارې هره میاشت لسګونه میلیونونه افغانۍ امدن (عواید) لري.

د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او رسنیو د څانګې سرپرست مشر انعام الله سمنګاني د نومبر پر ۲۸مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د متحده عربي اماراتو له ګاګ نومي شرکت سره د یوه تړون تر لاسلیکېدو وروسته د هېواد له فضايی حدودو (هوايي حریم) څخه اوس تقریباً سلګونه الوتنې تېرېږي او حکومت له هرې الوتنې ۶۰ زره افغانۍ ترلاسه کوي چې د میاشتې نېږدې ۱۸۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د افغانستان د هوايي حریم له لارې د تېرکال د امدن کره حساب نشته خو د ملکي هوایي چلند ادارې د پروسږ کال دا عواید څه باندې ۵ اربه افغانۍ یاده کړي وو.

د طالبانو حکومت داسې مهال له بېلابېلو مالي سرچینو د عایداتو د لوړېدو خبره کوي چې په افغانستان کې تر نیمایي زیات وګړي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. د سږ کال په اپریل کې نړیوال بانک وویل چې د افغانانو د سړي سر امدن د پام وړ کم شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG