د ایران چارواکو مدني فعال حسین رونقي د نومبر پر ۲۶ مه په ضمانت خوشې کړی دی.
د حسین رونقي ورور حسن د نومبر پر ۲۶مه پر ټوېټر پاڼه وليکل چې هغه "نن شپه د درملنې په خاطر په ضمانت خوشې" شو.
د رونقي د روغتیا په اړه اندېښنې تر هغې وروسته زیاتې شوې وې چې هغه تېره میاشت د نه خوړو احتجاج پیل کړ.
د هغه پلار احمد رونقي ویلي چې زوی یې د نه خوړلو تر ۴۲ ورځني احتجاج وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.
حسین رونقي له هغو زرګونو کسانو څخه دی چې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د وژنې په غبرګون کې د مظاهرو پر مهال نيول شوي ول.
مهسا اميني د ایران د اخلاقي پولیسو له خوا د حجاب قانون سرغړونې په تور نیول شوې وه چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه په روغتون کې ومړه. د هغې د مړینې پرضد پراخې مظاهرې پیل شوې چې لا دوام لري.