روسیې او اوکراین د بندیانو د تبادلې تازه اعلان کړی چې له مخې يې ۱۲ اوکراینیان او نهه روسان خوشې شوي دي.
د اوکراین د ولسمشر دفتر مشر اندرې یرماک د نومبر پر ۲۶مه پر ټوېټر پاڼه ولیکل چې حکومت د ۱۲ هغو اوکرايني سرتېرو په خوشې کولو او کور ته یې په ستنولو بریالی شوی دی چې "د ماریوپول، چرنوبېل [اټومي بټۍ] او سنېک ټاپو دفاع یې کوله."
په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د خبرو اترو په پایله کې نهه روسي جنګي بندیان روسيو چارواکو ته سپارل شوي دي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ. له هغه وخت راهیسې د هېواد په یوشمېر برخو کې جګړې روانې دي چې پکې دواړو خواوو د یو بل سرتېري هم نیولي دي.