د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فوټبال په نړیوال جام کې نن څلور لوبې کېږي


فرانسوی لوبغاړی د نومبر پر ۲۶مه د ډنمارک پر وړاندې تر ګول کولو وروسته خوشالي کوي.
فرانسوی لوبغاړی د نومبر پر ۲۶مه د ډنمارک پر وړاندې تر ګول کولو وروسته خوشالي کوي.

ټاکل شوې چې په قطر کې د فوټبال په روان نړیوال جام کې څلور لوبې وشي.

د نومبر پر ۲۷مه په لومړۍ لوبه کې هسپانیا له جرمني سره او په دویمه کې جاپان او کوسټا ریکا یو بل ته مخامخېږي.

د ورځې په درېیمه لوبه کې به بېلجيیم له مراکش سره سیالي کوي او په څلورمه سیالۍ کې به کروېشیا له کاناډا سره مخامخېږي.

د نومبر پر ۲۶مه هم څلور سیالۍ شوې وې چې ورڅخه یې په لومړۍ کې پولینډ سعودي عرب ته د صفر په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه.

په دویمه سیالۍ کې اسټرالیا له تیونس څخه د صفر په مقابل کې په یوه ګول بری ترلاسه کړ، په درېیمه هغه کې فرانسې د ډنمارک د یو ګول پر وړاندې دوه ګوله وکړل او بریالۍ شوه.

په څلورمه لوبه کې ارجنټینا مکسیکو ته د صفر په مقابل کې په دوه ګوله ماتې ورکړه.

د ۲۰۲۲ز کال د فوټبال نړیوال کپ سيالۍ د نړۍ د ۳۲ هېوادونو د ملي لوبډلو ترمينځ د نومبر پر ۱۶مه په قطر کې پیل شوې چې پایلوبه به یې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG