د افغانستان او سري لنکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمینځ دویمه یوه ورځنۍ سیالي کېږي.
د نومبر ۲۷مې سیالي د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه هغه ده. په لومړۍ لوبه کې افغانستان کوربه هېواد ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړې وه.
دا د کرکټ نړیوال جام ته د وتلو لپاره د سوپر لیګ سیالۍ دي چې سري لنکا یې کوربه ده.
د افغانستان لوبډله دا وخت په سوپر لیګ کې پر اووم نمبر ده او تر اوسه یې له شویو ۱۳ سیالیو څخه ۱۱ ګټلې دي او ۱۱۰ پواینټونه لري.
بل پلو د سري لنکا لوبډله په دې لړ کې پر ۱۰ نمبر ده چې ۱۹ لوبې یې کړې دي او یوازې شپږ یې ګټلې دي.
سوپر لیګ د ۲۰۲۳ز کال د کرکټ ۵۰ اووریز نړیوال جام ته د غواروي پړاو دی.
د کرکټ د نړیوالې شورا پر ووبپاڼه د معلوماتو له مخې، هند په ۲۰ لوبو کې ۱۳ ګټلې دي او وار له مخه د ۵۰ اوورونو نړیوال جام ته وتلی دی.