د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې پر دوکان په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي


د پولیسو ګاډي او امبولانسونه د پېښې په ځای کې ولاړ دي - د نومبر ۲۳مې انځور.
د پولیسو ګاډي او امبولانسونه د پېښې په ځای کې ولاړ دي - د نومبر ۲۳مې انځور.

امریکايي چارواکي وايي، د نومبر پر ۲۲مه شپې مهال د وېرجینا ایالت د چېساپیک سیمې په یوه دوکان کې په ډزو کې اووه کسان وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي.

دا پېښه تر هغې وروسته شوې ده په کولوراډو ایالت کې په یوه تفریحي کلب کې په وسلوال برید کې پینځه کسان ووژل شول او ۱۷ ټپي شول.

د چېساپیک ښار چارواکو د نومبر پر ۲۳مه وویل چې تر پېښې سمدستي وروسته پولیس هغه دوکان ته ورسېدل او د هغو کسانو لټون یې وکړ چې ښايي ژوبل شوي وي او یا یې هم په دوکان کې ځانونه پټ کړي وي.

پولیسو تر اوسه د مشکوک بریدګر پېژندګلوي نه ده په ډاګه کړې.

په امریکا کې وخت په وخت دا ډول وسلوال بریدونه کېږي چې له کبله یې په ټولنه کې د وسلو ساتلو، اخیستو او خرڅلاو قانون په اړه بحثونه بیا تاوده شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG