د برتانیې دفاع وزیر بېن ويلاس ویلي چې هېواد یې اوکراین ته هېلېکاپټرې لېږدوي.
د بي بي سي په وینا، اوکراین ته د برتانیې د پوځ درې پخوانۍ هېلېکاپټرې ورکول کېږي چې لومړۍ هغه يې وار له مخه هلته رسېدلې ده.
د تېرې یوې نیمې میاشتې پر مهال په برتانیا کې د اوکراین پیلوټان د الوتنې، لټون او مرستندويه کارونو ترڅنګ د الوتکو نظام په اړه روزل شوي دي.
د دفاع وزیر ویلاس دا هم ویلي چې برتانیا به اوکراین ته د راکټونو ۱۰،۰۰۰ نورې مرمۍ هم ولېږدوي.
نوموړي دا اعلان په اوسلو کې پر داسې مهال کړی دی چې د برتانیا متحدان له کییف سره د پوځي مرستو په اړه په خبرو اترو بوخت دي.