د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې په نښته کې ۱ سرتېری وژل شوی دی


په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

په جنوبي وزیرستان کې په نښته کې د پاکستان پوځ سرتېری وژل شوی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار د نومبر پر ۲۲مه په بیان کې ویلي دي چې د سې شنبې (نهې) پر ورځ د جنوبي وزیرستان په سره راغه کې په نښته کې یو حوالدار ووژل شو.

په بیان کې د نښتې په اړه نور معلومات نه شته خو ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان یې ذمه واري منلې ده او دعوه یې کړې چې په پېښه کې دوه پوځیان وژل شوي او ځینې نور ژوبل دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د ټي ټي پي د دعوې تصدیق نه شي کولای.

په وروستیو کې په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې ځايي ولس یې پرضد یوشمېر احتجاجي لاریونونه او مظاهرې کړې دي چې پکې یې له حکومته د امنیتي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

بلخوا ضلعي انتظاميې ويلي چې د وسلوالو خلاف يې هدفي عمليات روان کړي دي او هېچا ته د امن خرابولو اجازه نه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG