د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو یو چارواکی وايي ایران کې حکومتي اقدامات بحراني پړاو ته داخل شوي


د ایران په مهاباد ښار کې ګڼ خلک د امنیتي ځواکونو په تاوتریخوالي کې د وژل شوي مظاهره کوونکي په جنازه کې ګډون کوي - د نومبر نهمې انځور.
د ایران په مهاباد ښار کې ګڼ خلک د امنیتي ځواکونو په تاوتریخوالي کې د وژل شوي مظاهره کوونکي په جنازه کې ګډون کوي - د نومبر نهمې انځور.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر مشر وولکر ترک خبرداری ورکړی دی چې په ايران کې د پولیسو په توقیف (حراست) کې د یوې نجلۍ د مړینې له امله د زېږېدلې ناکرارۍ پر وړاندې د حکومت ځپوونکي اقدامات "بحراني" مرحلې ته رسېدلي او په وروستیو اوونیو کې د امنیتي ځواکونو له لوري تر ۳۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د ترک یو ویاند د نومبر پر ٢٢مه په جېنیوا کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې "د اوونۍ په پای کې په ايران کې د مظاهرو له امله، د دوو ماشومانو په ګډون، د وژل شويو کسانو شمېر زياتېدل او د امنيتي ځواکونو د غبرګون سختېدل په هغه هېواد کې بحراني حالت په ګوته کوي."

په ایران کې مظاهرې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې. نوموړې تر دې درې ورځې مخکې په تهران کې د ګشت ارشاد پولیسو د حجاب په اړه د ایران د سخت قانون د سرغړونې په تور نیولې وه.

فعالان او مظاهرچیان وايي، امیني د پولیسو د تشدد له وجې بېهوښه او بیا مړه شوه، خو ایرانیو چارواکو ویلي چې د هغې د مړینې لامل د زړه درېدل ول.

په پیل کې ناکراري د ایران په کردستان سیمه کې د امیني په پلرني ټاټوبي سقز کې پيل شوه، چې په ډېره چټکۍ د ایران لسګونو ښارونو او ښارګوټو ته وغځېده.

تهران، پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، ادعا کوي چې د عراق په شمال کې د کردانو ډلې د مظاهرو ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG