د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زپورېژیا اټومي بټۍ شاوخوا د يوې خوندي سيمې جوړولو هڅې ګړندۍ شوي


په اوکراين کې د زپورېژيا اټومۍ بټۍ ته د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې نړيوالې ادارې پلاوي د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر مياشت کې سفر کړی وو.
په اوکراين کې د زپورېژيا اټومۍ بټۍ ته د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې نړيوالې ادارې پلاوي د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر مياشت کې سفر کړی وو.

د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې نړيوالې ادارې مشر په اوکراین کې د زپورېژیا اټومي بټۍ په شاوخوا کې د يوه خوندي ځای جوړولو په اړه خپلې سلا مشورې ګړندۍ کړې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د تېرې اوونۍ په پای کې پر دې بټۍ برید وشو. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) مشر رېفایل ګروسي د هغه خوندي زون په برخه کې د هڅو د زیاتېدو تفصيل نه دی ورکړی چې نوموړی یې له تېرو څو میاشتو راهیسي د جوړولو هڅه کوي.

نوموړي د نومبر پر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، پر بټۍ د ډزو دا پېښه، چې د نومبر پر ۱۹مه ناوخته او د نومبر پر ۲۰مه سهار وختي وشوه، په تېرو څو میاشتو کې پر دې ځای تر ټولو جدي پېښو کې یوه وه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په زپورېژیا کې شپږ رېکټر څانګې مستحکم دي، مهم الات پر ځای پاتې دي او په سمدستي توګه د امنیتي خوندیتوب ګواښ یا امنیتي مسلې شتون نه لري خو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې څېړونکو د دغه بټۍ په شاوخوا کې د زیاتو زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG