ټاکل شوې چې د فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې درې سیالۍ وشي.
د نومبر پر ۲۱مه لومړۍ سیالي د ایران او انګلستان (انګلینډ) لوبډلو ترمینځ کېږي چې د پېښور پر وخت د مازیګر پر پینځو او د کابل پر څلور نیمو پیلېږي.
تر دې وروسته به د پېښور پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو د سېنېګال او هالینډ لوبډلې یو بل ته مخامخېږي او بیا به د پېښور پر ۱۱ او د کابل پر ۱۰ نیمو بجو امریکا او د برتانیې وېلز لوبډلې له یو بل سر سیالي کوي.
تر دې مخکې د نومبر پر ۲۰مه د فوټبال نړیوال جام په لومړۍ سیالۍ کې اېکواډور په دوه - صفر کوربه قطر ته ماتې ورکړه.