د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ پیل شوې دي


په نړيوال جام کې ۳۲ لوبډلې برخه اخلي او پايلوبه یې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي - د نومبر ۱۴مې انځور.
په نړيوال جام کې ۳۲ لوبډلې برخه اخلي او پايلوبه یې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي - د نومبر ۱۴مې انځور.

د نومبر پر ۲۰مه په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ پیل شوې.

په دې لړ کې لومړۍ لوبه د کوربه هېواد قطر او اېکواډور ترمینځ د پيښور له وخت سره سم ماخوستن نهه او د کابل پر وخت اته نیمې بجې شروع کېږي.

دا لومړۍ ځل دی چې د فوټبال نړيوال کپ سیالۍ په يو عربي هېواد کې کېږي.

د فوټبال نړيوال جام سیالۍ په اتو لوبغالو کې کېږي. په نړيوال جام کې ۳۲ لوبډلې برخه اخلي او د اتلولۍ پایلوبه د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.

فرانسه د ۲۰۱۸ز کال د نړیوال جام اتله وه. تر دې مخکې، برازيل پینځه، جرمني څلور، اټالیا څلور، ارجنټينا دوه، فرانسې دوه او انګلستان او هسپانیې يو يو ځل نړيوال جام ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG