د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور اینجینرینګ پوهنتون له یو پروفیسره پر صوبايي وزیر د تنقیدي ټویټ سپیناوی غوښتی


د پیښور پوهنتون د استادانو اتحادیې ویلي دي چې صوبايي حکومت د پوهنتون په معاملو کې مداخلت کوي
د پیښور پوهنتون د استادانو اتحادیې ویلي دي چې صوبايي حکومت د پوهنتون په معاملو کې مداخلت کوي

په پیښور کې د اینجینرینګ پوهنتون انتظامیې د یو پروفیسر له خوا په ټولنیزو رسنیو کې د لوړو زده کړو د صوبايي وزیر پر یو بیان د نیوکو له کبله له هغه سپیناوی غوښتی دی.

د پیښور د انیجینرینګ پوهنتون وایس چانسلر د پوهنتون د یو استاد ډاکټر سجاد ولي خان پرضد قانوني کارروايي پیل کړې او له هغه نه یې وضاحت غوښتی دی چې ولې یې پر ټویټر د لوړو زده کړو پر صوبايي وزیر کامران بنګش نیوکې کړې دي؟

د پوهنتون د استادانو د اتحادیې ستر سیکرټري‌ ډاکټر صادق علي د نومبر پر ۱۸مه ناوخته په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې حکومت نوي پوهنتونونه جوړوي خو زاړه پوهنتونونه نه پیاوړی کوي.

د ده په وینا، ډاکټر سجاد ولي د دې حکومتي پالیسۍ په اړه پر ټویټر پوښتنه پورته کړې وه چې په ځواب کې ترې د پوهنتون انتظامیې په رسمي توګه سپیناوی غوښتی دی.

صادق علي وویل، " له بده مرغه د صوبايي حکومت د زغم کچه ډیره ټیټه ده، نو دوي غصه شوي وو او وایس چانسلر ته ویلي وو چې دغه پروفیسر له ملازمته لرې کړي چې ولې یې پر ټویټر اواز اوچت کړی دی."

صادق علي زیاته کړه چې حکومت د دوی د پوهنتون انتظامیه مجبوره کړې چې له پروفیسر نه وضاحت وغواړي.

ده د غبرګون په توګه وویل، "نو پر دې د استادانو اتحادیو د خپل غم او غصې څرګندونه کړې ده. د یونین او اتحادیو کار دا دی چې اواز اوچت کړي او نیوکې وکړي."

په دغه اړه مو د پوهنتون د وایس چانسلر سره تماس ونیولو خو د هغه دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. البته د پوهنتون یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وایس چانسلر د صوبايي حکومت په وینا دغه ګام اخستی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا په پوهنتون کې ملازمت یو څوک د بیان او رايې د اظهار له حق څخه محرومه کوي او که څنګه؟

د پیښور هايي کورټ وکیل او په قانوني چارو کې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون سلاکار علي ګوهر خان وايي چې هر څوک له ځینو ذمه واریو سره د بیان او خپلې رايې د اظهار حق لري.

ده وویل، "که دې پروفیسر پر وزیر څه غلط الزام لګولی وي نو وزیر حق لري چې د هغه پرضد د سپکاوي مقدمه جوړه کړي. خو د ده په وینا، یونیورسټۍ تر کوم قانون لاندې د پروفیسر پرضد ګام پورته کوي؟

علي ګوهر خان زیاته کړه، "په سوشل میډیا یو تن په خپل انفرادي حیثیت کې خبره کوي. دې پروفیسر صیب د وزیر صیب د یو ټویټ ځواب ورکړی او یا یې ورسره څه مکالمه شوې او په هغه بنیاد بیا پوهنتون قانوني کاروايي کوي نو دا ډیره ناجایزه خبره ده."

د مردان عبدالولي خان پوهنتون فیسونه زیات کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:09 0:00

په عین حال کې د پیښور پوهنتون د استادانو اتحادیې ویلي دي چې صوبايي حکومت د پوهنتون په معاملو کې مداخلت کوي او پوهنتونونو ته د مالي پانګو ورکولو پر ځای پر استادانو او شاګردانو بوج اچوي.

د یادې اتحادیې یو مشر ډاکټر جمیل چترالی وايي چې که د استادانو او شاګردانو حقونه نه منل کیږي نو په احتجاج به لاس پوری کوي او په ټوله صوبه کې به پوهنتونونه وتړي.

ده وویل، "دا ټولې هغه حربې دي چې د پیښور پوهنتون وایس چانسلر یې د صوبايي حکومت په اشاره کوي. د دې د غندنې لپاره نن ډیر کامیاب علامتي هړتال ترسره شو."

چترالي وویل چې دوی په عمومي غونډه کې پریکړه کړې چې که چیرې بیا وایس چانسلر یا صوبايي حکومت له دوی د راټولیدو یا ایسوسي ایشن د حق اخستو هڅه وکړه او یا یې له دوی د استادانو د مرکز اخستو هڅه وکړه نو بیا به دوی پوهنتونونه وتړي.

بل خوا د پیښور پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر محمد ادریس د نومبر پر ۱۸مه ځايي رسنیو ته ویلي چې د استادانو له احتجاجه نه دی خبر او په پوهنتون کې د درس وتدریس لړۍ د معمول مطابق روانه ده.

د پاکستان په اساسي قانون یا ایین کې تر ۱۸م بدلون وروسته خیبر پښتونخوا ته حق ورکړل شوی چې د لوړو زده کړو صوبايي کمیشن جوړ کړي خو د استادانو د اتحادیې په وینا تر اوسه دغه کار بشپړ شوی نه دی.

د دې تر څنګ د خیبر پښتونخوا پوهنتونونو د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې له حکومته د پنځه اربه روپیو غوښتنه کړې وه خو صوبايي حکومت ورله دوه اربه روپۍ ورکړې وې. د حکومت دریځ دی چې پوهنتونونه باید خپل خرڅونه پخپله پوره کړي.

XS
SM
MD
LG