د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن پر پولينډ د توغندي لګېدلو په اړه د زېلېنسکي له څرګندونو سره اختلاف کړی


د امريکا ولسمشر جو بايډن (ښی) ويلي د اوکراين د ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي (کيڼ) هغه وينا د دې ثبوت نه ده چې پر پولېنډ لګېدلی توغندی روسی وو. پخوانی انځور
د امريکا ولسمشر جو بايډن (ښی) ويلي د اوکراين د ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي (کيڼ) هغه وينا د دې ثبوت نه ده چې پر پولېنډ لګېدلی توغندی روسی وو. پخوانی انځور

امریکايي ولسمشر جو بایډن د اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له دې څرګندونې سره اختلاف کړی دی چې د پولینډ پر خاوره لګېدلي توغندي د اوکراین نه ول.

اوکرایني ولسمشر زېلېنسکي د نومبر پر ۱۶مه د هېواد پر ټېلېوېژن په وینا کې وویل چې په دې کې "هېڅ شک نه لري چې هغه توغندی" د اوکراین "نه وو." هغه وویل، د خپل "پوځ د رپورټونو پر اساس فکر کوي" چې په پولینډ کې پرېوتی "توغندی روسی وو." خو بایډن پرون په سپینه ماڼۍ کې د اسیا تر سفر وروسته خبریالانو ته وویل چې دا وینا "ثبوت نه دی."

بایډن دا خبره تر هغې وروسته وکړه چې د ناټو مشر او پولینډ وویل چې د هغه هېواد پر خاروه د نومبر ۱۵مې چاودنه ښايي د اوکراین د هوايي دفاع د توغندي له وجې شوې وي.

پر دې سربېره د ناټو مشر وویل چې اوکراین نه بلکې روسیه ملامته ده چې په فېبرورۍ کې یې پر هغه هېواد یرغل وکړ.

روسیې د نومبر پر ۱۵مه د پولینډ پر خاوره د خپل توغندي د پرېوتو رپورټونه رد کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG