اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې پلټونکو په جنوب ختیزه سیمه خېرسون کې د روسیې "سلګونه جنګي جرمونه" په ډاګه کړي دي.
د ده په وینا، دا تر هغې وروسته ده چې اوکراینیو ځواکونو هغه سیمه له روسیې ازاده کړه او پلټونکي ورغلل.
زېلېنسکي د نومبر پر ۱۳مه ناوخته په خپله ویډیويي وینا کې ویلي چې پلټونکو وار له مخه په هغه سیمه کې د روسیو ځواکونو "تر ۴۰۰ زیات جنګي جنایتونه" ثبت کړي دي.
ده زیاته کړې چې په سیمه کې د "عامو خلکو او پوځیانو مړي" موندل شوي دي.
ولسمشر تر دې مخکې د سیمې د مرکزي ښار خېرسون ازادول "یوه تاریخي ورځ" بللې وه.
روسیې د زېلېنسکي څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې د جنګي جرمونو تورونه ناسم بللي ول.