د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېډوکېټ صلاح الدین: د راو انوار له بيان وروسته د نقيب مسید مقدمه وروستي پړاو ته داخله شوې


د جنوبي وزيرستان ځوان نقيب الله مسيد او له هغه سره درې نور کسان د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه د کراچۍ په ملير سیمه کې پوليسو وژلي وو.
د جنوبي وزيرستان ځوان نقيب الله مسيد او له هغه سره درې نور کسان د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه د کراچۍ په ملير سیمه کې پوليسو وژلي وو.

د کراچۍ په یوه محکمه کې د جنوبي وزیرستان د وژل شوي ځوان نقيب الله مسيد د مقدمې اورېدنه تر اوږدې مودې وروسته داسې ځای ته رسېدلې چې ورستی بحث پرې وشي.

د نقيب الله مسېد وکیل صلاح الدين پهنور وايي، د نقيب الله مسېد په وژنه تورن د کراچۍ پوليسو پخوانی ايس ايس پي راو انوار د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شوی او خپل بيان يې ريکارډ کړی دی.

صلاح الدين پهنور د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل: "د تېر په څېر راو انوار یو وارې بیا له دې انکار وکړ چې ګینې د نقیب الله مسید په وژنه تورن دی خو دا ټولې نړۍ ته معلومه ده چې راو انوار د نقيب الله په وژنه کې ککړ دی."

نوموړي دا هم وویل چې په جيو فېنسګ او نورو رپورټونو کې د نقيب الله په وژنه کي د راو انوار لاس درلودل ثابت شوي دي.

ایډوکېټ صلاح الدين زياته کړه چې د دې مقدمې بله اورېدنه به د نومبر پر ۲۴مه نېټه کيږي، په کومه کې چې به دواړه غاړې دلایل وړاندې کوي او بیا به عدالت د پرېکړې پر لور ځي.


د اورېدنې پر وخت راو انوار عدالت ته په خپل ريکارډ کړي بيان کې وويل چې د ده پرضد د دروغو مقدمه جوړه شوې او په دې کې د پوليسو لوړ پوړي افسران ملوث دي.

په دې مقدمه کې پلټنې کوونکي پوليس افسر، ايس ايس پي ډاکټر رضوان د ترهګرۍ ضد عدالت ته په خپل ګواهۍ بيان کي ويلي وو چې له ټيليفون ريکارډ او فارنزک رپورټ څخه معلومه شوې چې راو انوار د نقيب الله مسيد د وژنې په پېښه کې ککړ دی او د پېښې پر وخت هلته موجود وو.

د جنوبي وزيرستان ځوان نقيب الله مسيد او له هغه سره درې نور کسان د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه د کراچۍ په ملير سیمه کې پوليسو وژلی وو.

تر دې پېښې وروسته د هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو ايس ايس پي راو انوار دعوه کړې وه چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي دي. خو وروسته د کراچۍ د پوليسو لوړو پوړو افسرانو يوې کميټۍ دغه مقابله جعلي ګرځولې وه او د نقیب الله مسید په ګډون درې واړه کسان یې بې ګناه بللي وو.

په ياده مقدمه کې له راو انوار سره پينځه کسان په ضمانت خوشي شوي دي، ۱۳ کسان بندیان دي او ځینې تر اوسه له ګرفتارۍ پټ دي.

امريکا د ۲۰۱۹م کال د ډېسېمبر پر ۱۰مه پر راو انوار د غېر قانونه وژنو او له بشري حقونو پر سرغړونو بندېزونه لګولي وو. تر هغې وروسته بریتانیا هم د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر پر ۱۰مه، پر نوموړي بندیزونه لګولي وو.

امريکا او بریتانیا وايي، راو انوار تر ۱۹۰ په زياتو پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې د پښتون ځوان نقيب الله مسيد په ګډون تر ۴۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG