د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ بیا د امريکا ولسمشرۍ ته د درېدو اعلان کوي


د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو پر وخت به د ډونلډ ټرمپ عمر ۷۸ کاله وي.
د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو پر وخت به د ډونلډ ټرمپ عمر ۷۸ کاله وي.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا ولسمشرۍ ته د درېدو لپاره خپله پرېکړه په ډاګه کوي.

د هغه سلاکار جېسن میلر د نومبر پر ۱۱مه وویل چې ډونلډ ټرمپ به د نومبر پر ۱۵مه اعلان وکړي چې دی به په ۲۰۲۴ز کال کې د امریکا ولسمشريزو انتخاباتو ته د درېدو هڅه وکړي.

د میلر په وینا ټرمپ ورته ویلي: "هیڅ پوښتنه باید و نه شي، زه يقيناً انتخاباتو ته درېږم."

دا له هغه وروسته ده چې ډونلډ ټرمپ د دې اوونۍ تر منځمهاله انتخاباتو مخکې د رېپبليکن ګوند نوماندانو لپاره د کمپاین په ترڅ کې د ولسمشرۍ بل پړاو ته د ودرېدو اشاره کړې وه.

نوموړي ویلي وو چې د نومبر پر ۱۵مه به یو لوی اعلان وکړي. د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو پر وخت به د ډونلډ ټرمپ عمر ۷۸ کاله وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG