د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې څلور پوليس د سړي تښتونې په تور نيول شوي


په پېښور کې د پوليسو ابابيل ځواک ګزمه کوي ــ پخوانی انځور
په پېښور کې د پوليسو ابابيل ځواک ګزمه کوي ــ پخوانی انځور

د پيښور پوليسو د خپلو څلورو اهلکارانو پر ضد د پيسو لپاره د کسانو تښتونې مقدمه درج کړې او هغوی يې نيولي دي.

د پېښور پوليسو د عملياتو څانګې يو مشر چارواکي کاشف افتاب عباسي نن (د نومبر پر ۱۱مه) رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د حيات اباد تاڼې د ابابيل ځواک د څلورو غړيو پرضد يو کس شکايت کړی وو چې دغه څلورو پوليسانو د هغه په تښتولو کې لاس درلود.

عباسي زياته کړې چې د مقدمي تر درج کولو ورسته به اوس د هغوی پر ضد محکمانه قانوني کاروايي کوي.

د کاشف عباسي په وينا يوازې روان کال په خيبر پښتونخوا کې شاوخوا ۱۰۰ پوليسان د خپلو اختياراتو د ناسم استعمال له کبله له نوکريو ايستل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG