د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نومبر پر نهمه د روسیې تاس خبرې اژانس ته ويلي چې د "مسکو فارمېټ" په نوم غونډه به د نومبر پر ۱۶مه تر سره شي.
نوموړي زياته کړې چې په دې غونډه کې د روسیې ترڅنګ د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغزستان او قزاقستان استازي برخه واخلي.
په دې غونډه کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې. طالبانو ویلي چې د مسکو په غونډه کې د دوی نه ګډون پر دوه اړخیزه تعامل منفي اغېز کولای شي او د دوی له ګډون پرته به دا غونډه نیمګړې وي.
روسیې د افغانستان په اړه دا ډول يوه غونډه د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر مياشت کې هم جوړه کړې وه چې په هغه کې یې د طالبانو استازیو ته هم بلنه ورکړې وه او هغوی ګډون پکې کړی وو.