د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډنمارک پولیسو يو افغان د يوې حامله افغانې د وژنې په تور نیولی


پولیس ډنمارک ته د ننوتلو پر وخت تالاشي کوي. (انځور له ارشيفه)
پولیس ډنمارک ته د ننوتلو پر وخت تالاشي کوي. (انځور له ارشيفه)

د ډنمارک پولیسو هغه ۲۴ کلن افغان نیولی چې د چړې په برید کې یې يوه ۳۷ کلنې حامله افغانه وژل شوې.

د جرمني( ډي پي اې) خبري اژانس د راپور ترمخه، پولیسو د نومبر په اوومه دغه مشکوک کس نیولی او نن به یې عدالت په اړه پرېکړه اوروي.

د راپور له مخې، پر دغې حاملې میرمنې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کوپنهاګن په لویدیځ کې د چړې ګوزارونه شوي وو چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د قاتل او مقتول نومونه نه دي یاد شوي او تر دې مهاله د پیښې لامل هم روښانه شوی نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG