د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د روسیې تر واک لاندې د اوکراین له جنوب او جنوب ختیزو سیمو څخه د وګړو اېستل په کلکه غندلي دي.
وزارت د نومبر پر درېیمه په بیان کې ویلي دي چې د "روسیې قبضه ګرې انتظامیې په زور په خېرسون سیمه کې د [دنیپر سیند] کيڼې غاړې ته د پرتو خلکو بلې نیولې سیمې کرېمیا یا د روسیې وفاق ته لېږد پیل کړی دی."
بیان زیاتوي چې روسیه ورته اقدامات په زپورېژیا، لوهانسک او دونېڅک سیمو کې هم پورته کړي دي.
مسکو د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
روسیې په سېپټېمبر کې تر ټولپوښتنې وروسته د اوکراين زپورېژیا، خېرسون، دونېڅک او لوهانسک یوشمېر سیمې له ځان سره وتړلې.
نړیوالې ټولنې د مسکو د دې اقدام غندنه کړې وه او دا یې د نړیوال قانون سرغړونه بللې وه.