د لاسرسي ځای

تازه خبر

کالام کې د پله ماتېدو پېښه کې ۲ کسان وژل شوي دي


په اوړي کې په سوات کې سېلابونو یوشمېر پلونه ړنګ کړل او بېخبنا ته یې زیان ورساوه - د اګست ۳۱مې انځور.
په اوړي کې په سوات کې سېلابونو یوشمېر پلونه ړنګ کړل او بېخبنا ته یې زیان ورساوه - د اګست ۳۱مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په سیلانۍ سیمه کالام کې د یوه پله ماتېدو په پېښه کې د خیر ښېګړې ناحکومتي ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او درې ژوبل دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي نصرالله کالامي د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، پېښه د چارشنبې (شورو) پر ورځ د کالام په بوډۍ کمر سیمه کې شوې.

دی وايي، د الخدمت فاونډېشن په نوم د خیر ښېګړې ادارې رضاکارانو د کالام پر سیند پل جوړاوه چې مزي پرې شول او پینځه کسان سیند ته پرېوتل.

د سوات ضلعي انتظامیې په بیان کې ویلي دي چې تر اوسه یې درې ژوبل کسان او د یو کس مړی له اوبو اېستلی دی او د بل مړي لټون روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې په اګست کې په سوات او کالام کې سېلابونو یوشمېر پلونه لاهو کړل چې زیاتره یې ځايي خلکو بیارغولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG