د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیجنګ او اسلام اباد د سیپیک چارو پر چټکولو او تر افغانستانه یې پر غځولو موافقه کړې


د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ پاکستاني پلاوي د نومبر پر دویمه له ولسمشر شي جېنپېنګ او چینايي پلاوي سره پر یوشمېر موضوعاتو خبرې وکړې.
د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ پاکستاني پلاوي د نومبر پر دویمه له ولسمشر شي جېنپېنګ او چینايي پلاوي سره پر یوشمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

بیجنګ او اسلام اباد د چین–پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) پروژو د چارو پر چټکولو او افغانستان ته یې پر غځولو سلا شوي دي.

د چین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر دویمه بیجنګ ته د پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف تر دوه ورځني سفر وروسته په ګډ بیان کې د هغو پروژو د چارو پر "دوام، پراخولو او ګړندي" کولو ټینګار کړی دی.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د نومبر پر دویمه په بیانونو کې ویلي دي چې شریف له ولسمشر شي جېنپېنګ او له خپل چینايي سیال لي کیچیانګ سره په ملاقاتونو کې د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکې همکارۍ او ملګرتیا په ګډون پر سیمه ییزو او نړیوالو چارو بحث وکړ.

د چین او پاکستان ګډ بیان وايي ولسمشر شي او وزیراعظم شریف د سیپیک پر پروژو بحث وکړ - د نومبر دویمې انځور.
د چین او پاکستان ګډ بیان وايي ولسمشر شي او وزیراعظم شریف د سیپیک پر پروژو بحث وکړ - د نومبر دویمې انځور.

د شریف د سفر په پای کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په ګډ بیان کې راغلي دي چې دواړه خواوو موافقه کړې چې د مېن لاین یو (اېم اېل یو) په نوم د اورګاډي د پټلۍ او د چټک اورګاډي پروژه ژر عملي کړي ځکه چې دا د "پاکستان د ټولنیز او اقتصادي پرمختیا لپاره ارزښت" لري.

د چین–پاکستان اقتصادي لارې پروژو په اړه د پاکستان د حکومت ووبپاڼه وايي چې اېم اېل یو له کراچۍ تر پېښوره او له ټیکسلا څخه تر حوېلیا پورې ۱۷۳۳ کېلېومیټره اوږده پټلۍ ده چې په پروژه کې د هغې بیارغونه، د چټکو اورګاډو لپاره د نوې پټلۍ غځول او پر پخوانۍ هغې د اورګاډو رفتار زیاتول او نورې تعمیراتي چارې شاملې دي.

د حکومتي ووبپاڼې له مخې، د هغې پروژې پر بشپړولو د څه د پاسه ۶.۸ اربه امریکايي ډالرو د لګښت اټکل شوی دی.

د بیجنګ او اسلام اباد په ګډه اعلامیه د سیپیک د نورو پروژو ذکر هم شوی دی چې پکې راغلي چې دواړه خواوو د بلوچستان په ګوادر بندر کې "د مهمو پروژو پر تکمیل د اطمینان" څرګندونه وکړه خو له هغه بندر سره یې د "تړلو نورو پروژو کارونو پر چټکولو" موافقه وکړه.

په بیان کې د "کرنې، معدنیاتو، معلوماتي ټېکنالوژۍ او تر سیپيک لاندې ټولنیز-اقتصادي پرمختیا" په برخو کې د "همکاریو زیاتولو" او داراز، په روغتیا، صنعت او نورو برخو کې د همکاریو لپاره پر لا زیات کار کولو موافقه شوې ده.

تر افغانستانه د سیپیک غځول

اعلامیه وايي چې د دواړو هېوادونو مشران سلا شول چې "سوله ییز، سوکاله،" په اقتصادي ډول له نورو هېوادونو سره "تړلی او باثباته افغانستان" د "سیمه ییز پرمختګ او نېکمرغۍ" لپاره اساسي ارزښت لري او دا چې دواړه خواوې له افغانانو سره د "بشري او اقتصادي مرستو پر دوام" او تر "افغانستانه د سیپیک د ورغځولو په ګډون" له هغه هېواد سره د "پرمختیايي همکاریو پر زیاتولو سلا" شول.

په اعلامیه کې تر افغانستانه د سيپیک پروژو د ورغځولو په اړه نور معلومات او تفصیل نه شته خو د افغانستان پخواني جمهوري حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې د چین د "یوې کړۍ او لارې" په پروژو کې د ورګډېدو په اړه یو مفاهمتي لیک لاسلیک کړی وو خو وروسته د هغې په اړه خاص پرمختګ نه وو شوی.

تر اوسه روښانه نه ده چې دواړه هېوادونه، چې لا یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، به څنګه سیپیک تر افغانستانه غځوي خو په پاکستان کې د چین–پاکستان اقتصادي لارې د پروژو عملي کوونکې ادارې (سیپیک اتارټي) یوه چارواکي مشال راډیو ته ویلي ول چې دواړه خواوې "په اصولو کې" سلا شوې دي چې هغه پروژې له کابله تر منځنۍ اسیا پورې وغځوي.

د اتارټۍ د ټولنیزو او اقتصادي چارو یوه چارواکي عدنان خان د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، اسلام اباد او بیجنګ دا موافقه د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر کې کړې وه.

د چین–پاکستان پروژو چارو ځنډېدل

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر داسې مهال د چین سفر کړی دی چې په ۲۰۲۳ز کال کې د چین–پاکستان اقتصادي لارې د پروژو په اړه د دواړو هېوادونو د لومړۍ موافقې یوه لسیزه پوره کېږي چې په ګډه اعلامیه کې یې هم ذکر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له یوشمېر کلونو راهیسې د سیپیک پروژو چارې له خنډونو او ځنډ سره مخامخ وې.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د اکتوبر په ۲۹مه په یوه خبري غوڼده کې ومنله چې د ۶۴ اربه ډالرو ارزښت لرونکو پروژو کارونه ځنډېدلې دي. نوموړې زیاته کړه چې د هغو پروژو د عملي کولو د شریکې کمېټې غونډه له څلورو کلونو راهیسې نه وه شوې چې د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې وشوه.

چين په ۲۰۱۵ز کال کې په پاکستان کې د ۴۶ اربه ډالرو ارزښت لرونکې پروژې عملاً پیل کړې چې اوس پکې د سیپیک منتظمې ادارې د ووبپاڼې له مخې، پانګونه ۶۴ اربه ډالرو ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG