د اوکراین د فضايي دفاع اداره وايي، روسیو ځواکونو د نومبر پر دویمه له سهار وختي راهیسې د هغه هېواد په ختیځ کې پر اهدافو د ډرون الوتکو ورغورځولو ته دوام ورکړی دی.
په همدې حال کې د اوکراین په ختیځ کې هم درنه جګړه روانه ده.
د اوکراین پوځ پر ټېلېګرام په یو بیان کې ویلي دي چې د هوايي بریدونو مدافع نظام له ۱۳ څخه ۱۲ بې پیلوټه الوتکې اهدافو ته تر رسېدو مخکې ویشتلې دي. په بیان کې داراز راغلي چې شپږ ډرون الوتکې یې د هېواد په ختیځ او شپږ یې په مرکزي سیمو کې ویشتلې دي.
روسیه د توغندیو، ډرون الوتکو او توپونو په وسیله په اوکراین کې د انرژۍ بېخبنا (انفراسټرکچر) او ملکي اهداف په نښه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراینیو ځواکونو روسي سرتېري د هېواد له شمال ختیزو برخو اېستلي او د جنوب او جنوب ختیځ پر لوري یې شا تګ ته اړ کړي دي.
هلته د اوکراینۍ پلازمېنې کییف ښاروال وېتالي کلېچکو د نومبر پر دویمه ویلي دي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې له یخنۍ څخه د خلکو ژغورلو لپاره ۱،۰۰۰ ګرم مرکزونه جوړ کړي دي.
اوکراین اندېښنه لري چې د روسیې حملو له وجې په کییف کې د کورونو او ودانیو د ګرمولو نظام اغېزمنېدای شي.