د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند په ګجرات کې د پل نړېدو ۱۳۵ کسان وژلي


د هند په ګجرات کې د پل نړيدو په پېښه کې د ځينو مړو جسدونه
د هند په ګجرات کې د پل نړيدو په پېښه کې د ځينو مړو جسدونه

د هند د ګجرات ايالت د موربې په سيمه کې پر سيند د جوړ پل ماتېدو له کبله د وژل شوو کسانو شمېر د نومبر په لومړۍ نېټه ۱۳۵ ته رسېدلی دی.

دغه پل چې د پېدل تلونکو لپاره جوړ شوی وو، درې ورځې مخکې نړيدلی.

رويټرز خبري اژانس وايي که څه هم د ژغورنې عمليات روان دي خو چارواکي پر دې عقيده چې له پله غورځېدلي ټول کسان به مړه شوي وي.

د استعماري دور دغه پل د اتوار پر ورځ ماښام هغه وخت مات شو کله چې دغلته يو شمېر سېلانيان راټول شوي وو . زياتره سېلانيان د هندوانو مذهبي رسم ديوالي لمانځلو لپاره راټول شوي وو. کوم سيند ته چې خلک پرېوتي د هغو ژوروالې شا و خوا لس ميټره دی. چارواکي وايي د پل د ماتېدو په وخت د پل دپاسه شا و خوا ۲۰۰ کسان ولاړ وو.

د نومبر په لومړۍ نېټه په موربې کې خلک سړکونو ته وتلي وو او د حکومت پر ضد یې مظاهره وکړه. دوی حکومت نا اهله بللی او د ژغورنې په کار کې یې په ځنډ کولو تورن کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG