د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي کوریا کې د هالووين مېلې پر وخت ګډوډيو کې ۱۵۱ کسان وژل شوي


 ځايي رسنيو ويلي چې د اکتوبر پر ۲۹مه ګڼ خلک د هالووین لمانځلو لپاره د پلازمېنې کوڅو ته وتلي ول.
 ځايي رسنيو ويلي چې د اکتوبر پر ۲۹مه ګڼ خلک د هالووین لمانځلو لپاره د پلازمېنې کوڅو ته وتلي ول.

د جنوبي کوريا په پلازمېنه سول کې د هالووين مېلې پر وخت د ګډوډيو او ټېل ماټېل له کبله د وژل شویو شمېر ۱۵۱ تنو ته رسېدلی دی.

چارواکو ويلي چې د اکتوبر پر ۲۹مه له ۸۲ ژوبلو څخه یې د ۱۹ روغتیايي حالت خراب دی نو د مړینو شمېر لوړېدو وېره ده.

تر دې مخکې چارواکو ویلي ول چې په پېښه کې تر ۱۵۰ زیات کسان ژوبل شوي ول.

چارواکي وايي، په اېتايوون ضلع کې شپې مهال په يوه تنګه کوڅه کې ټېل ماټېل وشو چې پکې خلک ووژل او ژوبل شول.

ځايي رسنيو ويلي چې د کورونا وایرس جهاني وبا له کبله پر مېلو د بندیز تر ليرې کېدو وروسته شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ خلک د هالووین لمانځلو لپاره د سول کوڅو ته وتلي ول.

هالووین یوه پخوانۍ مېله ده چې اصلي نېټه یې د اکتوبر ۳۱مه وي خو په ګڼو هېوادونو کې د اکتوبر په وروستیو ورځو کې پیلېږي. په دې مېله کې خلک بېلابېل ډول جامې په غاړه کوي او پر بدن او مخ د بېلابېلو ژویو او مخلوقاتو انځورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG