د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: د وسله والو برید کې دوه عسکر وژل شوي، دوه ژوبل


انځور له ارشیفه:
انځور له ارشیفه:

چارواکي وايي، دا برید د اکتوبر پر ۲۸مه، د ډېره اسماعیل خان پروا تحصیل په کوهي پیور سیمه کې ترسره شوی دی.

د کوهي پيور تاڼې مشر عطا الله انعام نن (د اکتوبر پر ۲۹مه) مشال راډيو ته وويل، دا پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې له سېلابونو د اغېزمن شويو کورونو سروې ډلې سره پوليس او پوځيان سيمې ته ورغلي ول او وسلوالو پري بريد وکړ. په دې پېښه کې دوه پوځي سرتېري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د نوموړي په خبره کوهي پیور غریيزه سيمه ده او له پېښې وروسته دوی د لټون عمليات پيل کړي دي.

د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني منلې ده چې دا برید د هغوی د ډلې لخوا ترسره شوی دی.

تر دې يوه ورځ مخکې په جنوبي وزیرستان کې هم د وسله والو طالبانو لخوا په برید کې د پاکستان یو پوځي عسکر وژل شوی او دري نور ژوبل شوي ول. دا پېښه د اکتوبر پر ۲۷ ماسپښین د تحصیل شکتوی په جنته مرکي خیل سیمه کې شوې وه. د هغه بريد ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG