د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي‌ وزیرستان کې یو عسکر وژل شوی او درې ټپي شوي‌


دا پېښه د اکتوبر پر ۲۷ ماسپښین د تحصیل شکتوي په جنته مرکي خیل کې شوې ده.
دا پېښه د اکتوبر پر ۲۷ ماسپښین د تحصیل شکتوي په جنته مرکي خیل کې شوې ده.

په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو په برید د پاکستان یو پوځي عسکر وژل شوی او نور ۳ ټپي شوي دي.

په ډیره اسماعیل خان کې د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د اکتوبر پر ۲۷ ماسپښین د تحصیل شکتوي په جنته مرکي خیل کې شوې ده.

د ده په وینا، وسله والو پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې په نتیجه کې یې لانس نایک حضرت الله وژل شوی او نور درې پوځیان زخمیان شوي دي.

د برید ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني منلې او په دغه برید کې یې د ۲۳ پوځیانو د وژلو یا ټپي کولو ادعا کړې ده.

انتظامي او امنیتي چارواکیو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG