د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېلن مسک د ټوېټر چارې سمبال کړې


د نړۍ وتلي شتمن کاروباري او مېلیارډر اېلن مسک د ټوېټر کنټرول سمبال کړی او د دې کمپنۍ لوړپوړي مشران يې له دندو لرې کړې دي.

له دې اقدام سره د معتبرې رسنۍ ټوېټر واګي د نړۍ د تر ټولو شتمن کس ته په لاس ورغلې دي.

تر کنټرول سمبالولو وروسته مسک د ټوېټر کمپنۍ د مرغۍ شکل لوګو ته په اشاره په خپل يو ټويټ کې وويل چې (مرغۍ خوشې شوه.)

امريکايي رسنيو د ناڅرګنده سرچينو په حواله راپور ورکړی چې مسک سمدستي اجرايوي رييس پاراګ اګروال، مشر مالي افسر نېډ سیګال او د قانوني چارو او پاليسۍ مشره ويجايا ګاډې له خپلو دندو لرې کړي دي.

تر دې مخکې اګروال عدالت ته تللی وو څو مسک د هغه تړون د شرايطو پابند وساتي، له کومو چې هغه د وتلو کوشش کړی وو. مسک دغه قانوني جنګ وروسته له هغې بايلود ، کله چې جج امر وکړ، ټوېټر شرکت چې اصلي قيمت يې ۴۴ اربه ډالره لګول شوی وو، ورته دې د اکتوبر تر ۲۸ مې پورې حتمي شکل ورکړل شي.

عدالت د ټوېټر د اخيستو تړون د بشپړولو او د دې ټولنيزې رسنۍ د اخيستو لپاره چې کومه حتمي نېټه ايلن مسک ته ورکړې وه ،مسک تر هغې څو ساعته مخکې د دغه رسنۍ کنټرول واخيست.

پرون (د اکتوبر پر ۲۸مه) اېلن مسک په يوه ټويټ کې وويل، هغه ټوېټر اخلي ځکه چې دا د تهذيب د راتلونکي لپاره ډېر مهم دی چې دارنګ دوی يوه شريکه ډيجيټل ښاري څلور لاره ولري، چېرته چې د مختلفو عقيدو خلک په صحت مندانه طرېقه بحث کولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG