د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر پوتین: پر نړیوالو چارو د لویدیځ تسلط تاریخي دور پای ته رسېدونکی دی


ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، راتلونکې لسیزه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته ښايي تر ټولو زیاته خطرناکه، نه اټکلېدونکې یا غیر متوقع او په عین وخت کې مهمه وي.
ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، راتلونکې لسیزه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته ښايي تر ټولو زیاته خطرناکه، نه اټکلېدونکې یا غیر متوقع او په عین وخت کې مهمه وي.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې نړۍ تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته له تر ټولو خطرناکې لسیزې سره د مخامخېدو په حال کې ده.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۷مه په مسکو کې د پالیسۍ چارو پوهانو نړیوالې غونډې ته په وینا کې وړاندوینه وکړه چې ((پر نړیوالو چارو)) د لویدیځ د ((بشپړې غلبې یا تسلط)) تاریخي دور پای ته په رسېدو دی.

پوتین وویل، راتلونکې لسیزه ((تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته ښايي تر ټولو زیاته خطرناکه، نه اټکلېدونکې یا غیر متوقع او په عین وخت کې مهمه)) وي.

پوتین د دې وضعیت لپاره غربي هېوادونه ملامت کړل او و یې ویل چې هغوی د خپلې غلبې پر ځای ساتلو لپاره د نړیوالو چارو اصول او معیارونه له پامه غورځولي دي.

روسي ولسمشر دا هم وویل چې اوکراین ته د سرتېرو پر استولو خواشینی نه دی بلکې د سپیناوي کوښښ یې وکړ چې ګواکې شخړه د غربي هېوادونو د نړیوال برلاسیتوب د هڅو له وجې پیدا شوې ده.

روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین په یرغل کولو تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو لویه پوځي شخړه وزېږوله او تر سړې جګړې وروسته یې له غربي هېوادونو سره تعلقات تر ټولو ټیټې سطحې ته ورسېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG