د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: ايراني چارواکي دې د خبريال حقيقت نژاد مړی کورنۍ ته وسپاري


د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس. انځور له ارشېفه
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس. انځور له ارشېفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو رپورټونو په اړه خفګان څرګند کړی چې د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو له خوا د ازادې اروپا د راډیو خبریال رضا حقیقت نژاد مړی نیول شوی دی.

د وزارت یو ویاند د اکتوبر پر ۲۷مه، د ازادې اروپا راډیو ایران څانګې ته په یو بیان کې وویل چې د هغه رپورټونو په اړه ډیر خواشیني دي چې سپاه پاسداران د رضا مړی په داسې حال کې نیولی چې د هغه په پلرني ښار شیراز کې د ښخولو لپاره استول شوی وو.

ویاند وویل، چې د حقیقت نژاد د جسد نیول دا څرګندوي چې د ایران مشرتابه له هغه خبریالانو څخه له مرګه وروستو هم ویره لري چې د دوی ناسم کارونه افشا کوي.

ویاند پر ایراني چارواکو غږ وکړ چې د رضا جسد ژر تر ژره د هغه کورنۍ ته وسپاري.

۴۵ کلن رضا حقیقت نژاد د اکتوبر په ۱۷ مه د برلین په چاریټي روغتون کې مړ شو او جسد یې د اکتوبر په ۲۵ مه ایران ته د تدفین لپاره ولیږدول شو.

خو د هغه جسد ایران ته له رسیدو سره ورک شو. د ناتایید شویو رپورټونو له مخې د سپاه پاسداران کارمندانو د رضا جسد نامالوم ځای ته وړی دی.

تر دې مخکې د اکتوبر پر ۲۷مه، د حقیقت نژاد مور بیګمجان رئیسي په یو ویډیويي بیان وویل چې ایراني امنیتي ایجنټانو یې د زوی جسد تښتولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG