د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين وايي روسيو ځواکونو ولسي وګړو ته زيانونه اړولي


په اوکراین کې پر یوه استوګنځي د روسیې تر برید وروسته له ودانۍ لوګي خېژي - انځور له ارشيفه
په اوکراین کې پر یوه استوګنځي د روسیې تر برید وروسته له ودانۍ لوګي خېژي - انځور له ارشيفه

د اوکراین چارواکو او پوځ ویلي دي چې روسیې د هغه هېواد پر هدفونو بریدونو ته دوام ورکړی چې ولسي وګړو ته یې زیانونه اړولي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د اوکراين ځواکونه په جنوبي سيمه خېرسون کې د جګړې لپاره تياری نيسي.

د اوکراينيو ځواکونو مشر د اکتوبر پر ۲۶مه وويل چې د سې شنبې (نهې) پر ورځ روسیې تر ۴۰ زیات واړه ښارونه ويشتلي دي.

د پوځ مشر په خپل سهارني راپور کې وویل چې روسیې د اوکراینیو اهدافو ویشتلو لپاره له هوایي بریدونو، راکټونو او توغندیو څخه کار اخيستی دی.

یو سیمه ییز والي ويلي چې د دنیپرو په مرکزي ښار کې د روسیې په بمبارۍ کې د "یوې حامله مېرمنې په ګډون لږترلږه دوه کسان وژل" شوي دي.

مسکو د اوکراینیو چارواکو د دعوو په غبرګون څه نه دي ویلي.

د اوکراین د ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي سلاکار اولېکسي ارېستووېچ وویل، په جنوبي ښار خېرسون کې روسي ځواکونه د ”تر ټولو سختو جګړو“ په لټه کې دي.

په همدې حال کې د اوکراین په جنوبي سیمه کې د اوکراين په ځوابي عملیاتو کې روسي ځواکونه په شا تمبول شوي دي. دا هغه سيمه ده چې روسيې اته مياشتي مخکې د يرغل په لومړيو ورځو کې تر کنټرول لاندې راوستې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG