د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال کرکټ کپ: بنګله دېش نیدرلېنډز ته ماتې ورکړه


د بنګله دېش او نيدرلېنډز سیالۍ يوه برخه
د بنګله دېش او نيدرلېنډز سیالۍ يوه برخه

د شل اووریز نړيوال کرکټ کپ په يوې سیالۍ کې بنګله دېش نيدرلېنډز ته په ۹ منډو ماتې ورکړه.

د اکتوبر په ۲۴مه د اسټراليا په هوبارټ کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ بنګله دېش وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۴ منډې جوړې کړي.

نيدرلېنډز دا هدف پوره نه شو کړلی او په ۲۰ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۳۵ رنزونه وکړل. د بنګله دېش تسکين احمد په ۴ اوورونو کې ۲۵ رنزونه ورکړل او ۴ ويکټې یې واخیستې. هغه د دې کارکردګۍ له امله د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.

د دې کپ يوه بله سیالي د جنوبي افریقې او زمبابوې ترمنځ وه. خو لوبه د باران له وجې لومړی ودرېدله او بیا بیخي ونه شوه. به دې توګه دا لوبه بې نتيجې پاتې شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG