د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې يې يو سرتېری وژل شوی


په شمالي وزيرستان کې یو سرتېری په پوسته کې د پهرې پر مهال - پخوانی
په شمالي وزيرستان کې یو سرتېری په پوسته کې د پهرې پر مهال - پخوانی

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د شمالي وزیرستان په حسن خېلو کې د افغانستان له لورې د مشکوکه وسلوالو په ډزو کې يې يو سرتېری وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پی ار) د اکتوبر پر ۲۳مه نېټه په يوه بیان کې ويلي چې مشکوکو وسلوالو له افغانستانه د پاکستاني پوځ پر پوسته ډزې وکړې چې دوی ورباندې ځوابي حمله وکړه.

په بیان کې ويل شوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د کارونې په "سختو ټکو کې غندنه" کوي. پوځ زیاتوي چې دوی له افغانستان څخه پرله پسې خواست کړی چې په اغېزناکه توګه دې د پولې منظمول یقيني کړي.

په کابل کې د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې هم د روان ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر ۱۳مه نېټه د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې د کورمې په خرلڅيو کې د افغانستان له لوري په بريد کې يې درې سرتېري وژل شوي ول.

هغه وخت د افغان طالبانو حکومت ادعا کړې وه چې پاکستانیو سرتېرو د طالبانو پر کسانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې نښته وشوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG