د لاسرسي ځای

تازه خبر

اعظم ورسک: پر تاڼې برید کې یو پولیس سرتېری وژل شوی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې نامعلومو وسله والو تېره شپه ناوخته (د اکتوبر پر ۲۱مه) پر یوې پولیس تاڼې برید کړی چې پکې یو پولیس سرتېری وژل شوی دی.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر عتیق الله وزیر مشال راډیو ته وویل چې د شپې ناوخته وسلوالو د اعظم ورسک پر تاڼې برید کړیږ

هغه وايي:

"وسلوالو د شپې ۱۰ نیمې بجې په تاڼه حمله وکړه او ډزې يې پیل کړې. په هغه وخت په ډیوټۍ ناست پولیس سپاهي فضل مالک د وسله والو په ډزو ووژل شو. موږ په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي، خو لا هم په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي."

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د پېښې زمه واري نه ده منلې.

دا په په داسې حال کې ده چې د سولې مطالعاتو څېړنیز مرکز (پاکستان انسټيټیوټ اف پيس سټډیز یا پېپس) د اکتوبر پر ۱۹مه په خپل رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې څخه د روان کال د اګست تر ۱۴مې پورې ټولې ۲۵۰ حملې شوې دي چې پکې ۴۳۳ کسان وژل شوي او ۷۱۹ ژوبل دي . راپور کې راغلي، په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې شاوخوا ۵۱ فیصدي زیاتوالی راغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG