د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپین وام کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي


امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د شمالي وزيرستان په سپين وام کې يې څلور مشکوک وسله وال وژلي دي.

په ميرامشاه کې يو پوځي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال رېډيو ته وويل چې پرون (د اکتوبر ۲۱) په عملياتو کې وژل شوي وسله وال د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې غړي دي.

د ده په خبره امنيتي سرتيرو ته څه قسمه تاوان نه دی رسېدلی. ياده دې وي چې د پوځ مطبوعاتي ادارې تر دې مخکې د اکتوبر پر نهمه او درېيمه هم ويلي وو چې په ورته ډول عملياتو کې يې وسله والو ته مرګژوبله اړولې.

ياد پوځي چارواکی وايي چې په شمالي وزيرستان کې يې ځانګړي عمليات دوام لري او د ده په خبره په تېر يوه کال کې يې ۱۲۶ وسله وال وژلي او ۱۵۶ يې بيا ژوندي نيولي دي. نوموړی زياتوي چې په وژلو شویو او نيول شویو کې ۶۰ فيصده د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال دي خو دې ډلې د پوځ د دغه ادعاو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG