د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیوۍ وزیراعظمې تر ۴۵ ورځنۍ واکمنۍ وروسته استعفا ورکړې ده


وزیراعظمې لېز ټرس د اکتوبر پر ۲۰مه په لندن کې له خپل دفتره بهر په وینا کې استعفا اعلان کړه.
وزیراعظمې لېز ټرس د اکتوبر پر ۲۰مه په لندن کې له خپل دفتره بهر په وینا کې استعفا اعلان کړه.

د برتانیې وزیراعظم لېز ټرس تر هغې وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړې ده چې خپل ګوند یې په څرګنده مخالفت وکړ.

نوموړې د اکتوبر پر ۲۰مه پر ټېلېوېژن په ژوندۍ وینا کې وویل، له خپلې دندې ګوښه کېږي خو د بل وزیراعظم تر ټاکنې پورې کار ته دوام ورکوي.

ټرس د روان کال د سېپټېمبر پر شپږمه د پخواني وزیراعظم بورېس جانسن تر استعفا وروسته وزیراعظمه شوه او په دې توګه یوازې تر ۴۵ ورځو پورې پر دې څوکۍ پاتې شوه.

ټرس په لندن کې د وزیراعظم دفتر دباندې په وینا کې وویل چې په راتلونکې اوونۍ کې به د نوي وزیراعظم د ټاکلو بهیر بشپړ شي.

دا تر هغې وروسته ده چې د پارلېمان ګڼو غړو د ټرس د اقتصادي پلان له وجې په هېواد کې د ګډوډۍ جوړېدو له کبله ورڅخه استعفا وغوښته.

د لېز ټرس حکومت په سېپټېمبر کې د اقتصادي ودې په موخه خپل پلان اعلان کړ چې ورسره سم، برتانیا له اقتصادي او سیاسي بحران سره مخامخ شوه او حکومت د مالیې یا خزانې د وزیر بدلولو او داراز، د اقتصادي پلان له یوشمېر برخو په شا کېدو ته اړ شو. په دې حالت کې په واکمن محافظه کاره ګوند کې دننه د نظم یا ډېسېپلېن ماتېدل هم ولیدل شول.

د ټرس د اقتصادي پلان تر اعلان وروسته د برتانیې پاونډ خپل ارزښت له لاسه ورکړ او کاروباري هلې ځلې ټکنۍ شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG